داسې شمېرې پر چيني اقتصاد د بهرنيو هېوادونو خوشبيني ثابتوي
CMG2024/04/02 14:49:21
شريکول:

دا چې د چيني اقتصاد په اړه درې مهم شاخصونه بېرته لوړ شوي، په دې ورځو کې يې د نړيوالې ټولنې پام ځان ته راجلب کړی دی. د فرانسې خبري اژانس په شمول بهرنيو خبري رسنيو داسې شمېرې د چيني اقتصاد د بيا سمسورتيا د چټکېدو د وروستي ثبوت په توګه وړاندې کړې او ويلي يې دي چې داسې د تشويق وړ شمېرې نړيوال اقتصاد ته نوی خوځنده ځواک برابرولای شي.

ياد درې مهم شاخصونه يانې په توليدي چارو کې د پېرودونکي مدیر ګراف(Purchasing Managers’Index)، د غير توليدوونکو فعاليتونو ګراف(Non-manufacturing business activity Index) او د عمومي چارو پېردونکي مدیر ګراف دي. د عمومي چارو پېردونکي مدیر ګراف څخه د اقتصادي عمومي حالت، په توليدي چارو کې له پېردونکي مدیر ګراف څخه د توليدي چارو پراختيا او بدلون حالت او د غير توليدوونکو فعاليتونو ګراف څخه د خدماتي چارو پرمختيايي حالت معلومېږي. داسې شاخصونه د هېواد د اقتصاد عمومي حالت څرګندويي کوي او د اقتصادي فعاليتونو په څار او وړاندوينې کې مهم رول لري.

د چين وروستۍ رسمي شمېرې ښيي چې د روان کال په مارچ کې يادو دريو شاخصونو د تېرې فبرورۍ په پرتله په جلا جلا توګه ۱.۷، ۱.۶ او ۱.۸ سلنه لوړوالی موندلی دی. د امريکا بلومبورګ نيوز اژانس دا په چين کې د توليدي چارو د ښې راتلونکې او د عمومي اقتصاد د ثبات نښې په توګه بللې دي.

څو ورځې دمخه د بو او اسيايي فورم سږنۍ کلنۍ غونډه پای ته ورسېده. د جاپان پخواني لومړي وزير يوکيو هاتوياما، په چين کې د ترکيې سفير اسماعيل موسی په دې کلنۍ غونډې کې ويلي، د چين اقتصاد به د پر له پسې ښه والي تمايل وساتي او نړيوال اقتصاد ته به پرمختيايي فرصتونه برابر کړي. د يادو دريو مهمو شاخصونو له لوړوالي څخه پر چيني اقتصاد د بهرنيو هېوادونو خوشبيني څرګندېږي.

چيني اقتصاد ولې دومره ښې لاسته راوړنې لري؟ د کورنيو او بهرنيو اړتياوو د زياتوالي تر څنګ، د اقتصاد د ثبات، د کورنيو اړتياوو د پراخولو او د بهرنۍ سوداګرۍ د هڅونې په پار د چيني حکومت يو لړ اغېزناکې تګلارې مهم لاملونه دي. د چيني اقتصاد عمومي حالت له يوې مودې راهيسې د پر له پسې ښه کېدو په حال کې دی. په ځانګړي توګه د پسرلني اختر له پای ته رسېدو وروسته تصديو خپلې چارې بيا پيل کړې دي. اوس مهال په چين کې د تجهيزاتو او مصرفي توکو د غښتلتیا نوی پړاو پلان پيل شوی دی چې بازاري پيمانه ښايي له ۵ تريليونو يوانو څخه واوړي. دا پر چيني اقتصاد د بهرنيو هېوادونو باور د لا قوي کېدو سبب شوی دی.

چين د نړۍ دوهم لوی اقتصاد دی، د اقتصاد ثابت پرمختګ یې نړۍ ته بې شکه يو ښه زيری دی. د امريکا د بروکينګس انستیتوټ(Brookings Institution) عالي څېړونکي دوريس ويلي، چين اوس د نوي کيفيت توليدي ځواک په چټک پرمختګ بوخت دی چې يو لړ نوښتګرې لاسته راوړنې به يې نړۍ ته ګټې ورسوي او د نړيوال اقتصاد پرمختګ ته به نوی خوځنده ځواک برابر کړي.

د امريکا سي تي بانک (Citibank) په شمول څو نړيوالو ارګانونو له دې وروستيو ځو ورځو راهيسې د چيني اقتصاد پر پرمختګ خپلې وړاندوينې لوړې کړې دي. حقيقتونه په ډاګه کوي چې د چين اقتصادي پرمختګ سالم او دوام لرونکی دی. لکه څنګه چې د پاکستان د ملي ټلويزيون لوړ پوړي خبريال ميګر جګسين ويلي، چيني اقتصاد د پرمختګ ستر بالقوه توان لري. دا نه يوازې د چين، بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دي.