چين له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د فلسطین د نوي حکومت ملاتړ وکړي
CGTN2024/04/02 11:00:31
شريکول:

د چين د بهرنیو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اپريل په لومړۍ نېټې په يوې مطبوعاتي غونډې کې ويلي، چې هېواد یې د فلسطين صدراعظم او خارجه وزير محمد مصطفی ته د ده په مشرۍ د نوي حکومت مبارکي وايي او له نړيوالې ټولنې څخه غواړي، چې د فلسطين له ملي واکمنې ادارې او د دغه هېواد د بېلا بېلو ټولنو ترمنځ د پخلاينې خبرو او نوي حکومت څخه ملاتړ وکړي.

د فلسطين نوي حکومت د مارچ په ۳۱ مې نېټې لوړه کړې ده.

وانګ ون بين زياته کړې، چين به له نړیوالې ټولنې سره يو ځای په غزې کې د اوربند، د عامو وګړو د خوندي ساتلو، د ترينګلي وضعيت د ارامولو او د دوو هېوادونو پلان د بيا تطبیق لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.