د عراق او اردن د بهرنيو چارو وزارتونو د اپريل په لومړۍ نېټې په جلا جلا توګه د اعلاميې په خپرولو سره په سوريې کې د ايران پر سفارت د اسرائيلو بريد غندلی دی.
اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو له نړيوال قانون څخه سرغړونه کړې او د سوريې خپلواکۍ ته يې زيان رسولی دی.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۲مې نېټې خبر ورکړی، چې د بهرنيو چارو وزير یې امير عبداللهيان د اسلامي همکارۍ سازمان له سرمنشي حسين ابراهيم تاحا سره ټلفوني خبرې کړي او په سوريې کې د ايران پر سفارت د اسرائيل د بريد په اړه يې ورسره بحث کړی دی.
امير عبداللهيان د اسرائيلي ځواکونو بريد په سختو ټکو غندلی او ويلي يې دي، چې اسرائيل له نړيوال قانون او د ويانا د ډيپلوماتيکو اړیکو له تړون څخه سرغړونه کړې ده.