چین په سوریه کې د ایران پر سفارت برید غندي
CMG2024/04/02 17:27:21
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د اپرېل په ۲مې په یوه خبري ناسته کې وویل، چین په سوریه کې د ایران پر سفارت د برید غندنه کوي او د هر هغه عمل سره مخالفت کوي چې د وضعیت ترینګلتیا سبب شي.

وانګ ون بین وویل، د هر هېواد ډیپلوماتیک ارګان قانوني خوندیتوب لري او تېری پرې د منلو وړ نه دی. د سوریې حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي. اوس د منځني ختيځ وضعیت ترینګلی شوی دی، چین له هر ډول ترینګلتیا راپورته کوونکی عمل سره مخالفت کوي.