د فلسطين تلويزيون د اپرېل په لومړۍ نېټه خبر ورکړی، چې اسرائيلي ځواکونه په همدې ورځ د غزې له الشفا روغتون څخه وتلي دي.
الشفا په غزې کې تر ټولو لوی روغتون بلل کيږي.
په غزې کې د فلسطين د ملکي دفاع ادارې په همدې ورځ يوې اعلاميې کې ويلي، چې له الشفا روغتون څخه د اسرائيلي ځواکونو تر وتلو وروسته يې د روغتون په دننه او شاوخوا سيمې کې نژدې درې سوه جسدونه موندلي دي.
اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ په جنګي راپور کې ويلي، چې د استخباراتي مالوماتو پر بسنټ يې د الشفا روغتون په شاوخوا سيمې کې دقيقه جګړه کړې او اوس له دې سیمې څخه وتلي دي.