په سوريې کې د ايران پر سفارت توغنديز برید شوی، پنځه کسان پکې وژل شوي
CMG2024/04/02 10:31:12
شريکول:

د فلسطين د حماس مطبوعاتي دفتر د اپرېل په لومړۍ نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو په همدې ورځ د غزې پر مرکزي سيمې هوايي برید کړی، چې پکې لږ تر لږه درې بهرنيان وژل شوي دي.

په اعلاميې کې وژل شوي کسان د بريتانيې، پولنډ او استراليا وګړي ياد شوي، چې پخوا يې له ډبليو سي کۍ (WCK) خېريه بنسټ سره کار کاوه.

اعلاميه وايي، د اسرائيلي ځواکونو په دغه بريد کې د يوه فلسطيني په شمول دوه نور کسان هم وژل شوي دي.

اسرائيلي لوري په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.