شي جين پينګ له جوبايډن سره تليفوني خبرې وکړې
CGTN2024/04/02 23:39:50
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۲مې نېټې په شپه په بلنې سره د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره تليفوني خبرې کړي او د چين او امريکا د اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په باره کې يې ورسره د نظريو ژورې تبادلې کړې دي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې، دواړو خواوو خپلمنځي اجماع جدي پلې کړې او په خپلمنځي اړيکو کې يې د ثبات حالت رامنځته شوی دی. دا د دواړو هېوادونو د مختلفو ټولنو او نړيوالې ټولنې د هرکلي وړ ګرځېدلی دی، خو له بلې خوا د دواړو هېوادونو په اړيکو کې منفي عوامل هم لږ څه زيات شوي، چې دواړه خواوې بايد ورته په درنه سترګه وګوري.

شي جين پينګ له خپل امريکايي سیال سره په خبرو کې د چين او امريکا د روان کال د اړيکو لپاره څو فقره ييز اصول وړاندې کړي:

۱ـ دواړه هېوادونه دې همغږۍ ته لا زيات اهميت ورکړي او د نه تقابل پر سرې کرښې دې ټينګار ولري.

۲ـ چين او امريکا دې خپلمنځي اړيکو ته ثبات راوړي.

۳ـ  دواړه خواوې دې په عمل کې خپلې ژمنې پوره کړي.

نوموړي تايوان مسئله د چين او امريکا په اړيکو کې يوه نه تېرېدونکې سره کرښه ياده کړې او پر امريکا يې غږ کړی، چې د تايوان تجزيه غوښتونکو څخه د نه ملاتړ په اړه د ولمسشر جوبايډن مثبتو څرګندونو ته دې د عمل جامې واچوي.

شي جين پينګ دا هم ويلي، که امريکايي لوری وغواړي له چين سره د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ وکړي او له پرمختيايي فرصتونو څخه يې ګټې پورته کړي، نو د چين دروازه به ورته پرانيستې وي او که امريکا د چين د عالي ټکنالوژۍ د پرمختګ پر له پسې مخنيوی وکړي او معقول پرمختګ ته يې زيانونه ورسوي، نو چين به يې هم پر وړاندې مناسب ځوابي اقتدامات ونيسي.

د امريکا ولسمشر جوبايډن له چين سره خپلې اړيکې د نړۍ تر ټولو مهمې ذات البيني اړيکې بللي او ويلي يې دي، چې په سانفرانسيسکو کې له چيني سیال سره له کتنې راهيسې د دواړو هېوادونو اړيکو پرمختګ موندلی دی او دا دې ښکارندويي کوي، چې دواړه خواوې خپلمنځي همکارۍ پرمخبيولی او په مسؤلانه توګه خپلمنځي توپيرونه کنټرولولی شي.

هغه دغه خبره بيا تکرار کړه، چې امريکا د نوې سړې جګړې د پارولو نيت نه لري، د چين د سياسي نظام بدلون نه غواړي او له خپلو ملګرو هېوادونو سره د ائتلاف په ټينګښت له چين سره مخالفت نه کوي.

نوموړي ويلي، امريکا د تايوان تجزيه غوښتونکو څخه ملاتړ نه کوي او له چين سره د شخړې رامنځته کولو پلان هم نه لري او د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.

جوبایډن د چين پرمختګ د نړۍ په ګټه بللی او په خبره يې، امريکا د چين د پرمختګ مخه نه نيسي او له چين سره د خپلو اړيکو د پرېکون نيت نه لري.

نوموړي ويلي، د امريکا  ماليې وزير او خارجه وزير به ژر چين ته سفرونه وکړي او له دغه هېواد سره به خپلمنځي تفاهم او د نظر تبادلې پياوړې کړي.