د روسيې فدرالي امنيتي بيورو د اپريل په ۲مې نېټې په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د دغه هېواد د ګمرکاتو عمومي ادارې سره يې په ګډه له اوکراين څخه د اروپايي ټولنې له لارې روسيې ته د چاوېدونکو توکو د لېږد توطيه شنډه کړې او په تړاو يې يو کس توقيف کړی دی.
د يادې خبرپاڼې له مخې، روسي لوري لاتونيا ته نژدې د پوسکوف ايالت په يوه سرحدي پلټونکي مرکز کې د يو موټر د څار په وخت کې چاوېدونکي توکي کشف کړي او د لېږلو لاره يې اوکراين-رومانيا- هنګري- سلواکيا- پولنډ- ليتوانيا- لاتونيا- روسيه ښودلې ده.
اوکراين تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
( سپوږمۍ)