بېجينګ: ترهګر به د خپلو کړنو بيه پرې کوي
CMG2024/04/03 10:10:51
شريکول:

 

د پاکستان صدر اعظم شهباز شريف د اپريل په لومړۍ نېټې داسو بند ته تللی او هلته يې د چيني کارکوونکو حال او احوال پوښتنه کړې ده.

نوموړې ژمنه کړې، چې د پاکستان حکومت به تر وسې پورې د چيني اتباعو او پروژو امنيت خوندي وساتي او بريدګرو ته به سخته سزا ورکړي.

د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د روانې مياشتې په دوهمې نېټې ويلي، چې هېواد يې تل له پاکستاني لوري سره تماسونه لري او ترهګر به هرومرو د خپلو کړنو بيه پرې کوي.

نوموړي زياته کړې، چين د ترهګرۍ ضد د پاکستاني لوري له هڅو څخه ټينګ ملاتړ کوي او په بهر کې به د خپلو وګړيو، پروژو او ارګانونو امنيت ټينګ وساتي.