ګوټرېش په سوریې کې د ایران پر سفارت برید وغانده
CGTN2024/04/03 10:45:55
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اپرېل په ۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې په سوريې کې د ايران پر سفارت بريد غندلی دی.

ګوټرېش د خپل ویاند له لارې دغه اعلاميه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې هیڅوک باید له نړيوال قانون څخه سرغړونه ونه کړي او په هر رنګ شرایطو کې باید پر ډیپلوماتیکو تاسیساتو او پرسونلو بريد ونه کړي.

نوموړي ويلي، ټول هېوادونه بايد نړیوال قانون او بشردوستانه قوانینو ته په درناوي خپل مسؤلیتونه ترسره کړي.  

ګوټرېش له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې زغم وساتي، د وضعیت د لا سختېدو مخه دې ونيسي او له داسې بريدونو دې ډډه وکړي، چې ملکي وګړو او تاسیساتو ته پکې زيان اوړي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې په سیمه کې هر ډول ناسم اقدامات به د پراخې جګړې لامل وګرځي او عامو خلکو ته به زيانونه ورسوي.

اسرائیلي ځواکونو د اپرېل په لومړۍ نېټې په سوریې کې د ایران د سفارت پر کونسلګرۍ بريد وکړ، چې له امله يې څو کسان ووژل شول.

 د ایران خبري اژانس ويلي، چې د دغه بريد له امله ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د نړۍ ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د اسرائیلي ځواکونو دغه بريد غندلی دی.