چين د اپريل په ۳مې نېټې د سهار په ۶ بجو او ۵۶ دقيقو، د شي چانګ د سپوږمکۍ توغونکي مرکز څخه د لرې واټن کنټرولوونکې۴۲ـ۰۱ سپوږمکۍ فضا ته استولې ده.
چين ياده سپوږمکۍ فضا ته د سي زېډ ـ ۲ ډي (CZ-2D) راکټ په وسيله لېږدولې ده.
د معلوماتو له مخې، دغه سپوږمکۍ ټاکلي فضايي مدار ته رسېدلې او د توغولو دنده يې په برياليتوب بشپړه شوې ده.
دا د چين د سي زيډ(CZ) مسلسلو بار وړونکو راکټونو ۵۱۵مه دنده وه.