روغتيا نړيوال سازمان: اسرائیلي ځواکونو په غزه کې الشفا روغتون ویجاړ کړی
CGTN2024/04/03 11:16:56
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اپریل په ۲مې نېټې ويلي، چې اسرائيلي ځواکو په تېرو دوو اوونيو کې پر الشفا روغتون دوامدار بريدونه کړي او دغه روغتون یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې ماګريټ هاريس په همدې ورځ رسنیو ته ویلي، چې د الشفا روغتون ریئس سره یې خبرې کړي او د هغه په وينا، روغتون اوس له کاره لوېدلی، بلکې په بشپړه توګه ویجاړ شوی او موجود نه دی.

الشفا روغتون په غزې کې د سیمې په کچه تر ټولو لوی روغتون و، چې ۷۵۰ بسترونه، ۲۵ عملياتي خونې او ٣٠ د سختو ناروغانو خونې يې درلودې.

اسرائيلي ځواکونو په تېرو دوو اوونيو کې پر دغه روغتون سخت بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې روغتون ویجاړ شوی او لږ تر لږه ٢١ ناروغان هم وژل شوي دي.

روغتیا نړیوال سازمان له څو ورځو راهیسې هڅې کوي، چې د غزې په شمال کې طبي ادارو او الشفا روغتون ته درمل، تېل او خواړه ورسوي، خو د ژغورنې ډېرې دندې يې ناتکميلې پاتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویاندې ماګريټ هاريس په غزه کې بيا د اوربند غوښتنه کړې ده.