لوېديځ هېوادونه دې له خپل خوبه راپاڅي
CMG2024/04/03 15:12:58
شريکول:

د برېټانيې بې بي سي راډيويي شرکت خبريال روزنبرک په دې وروستيو کې پر اېکس ټولنيزې رسنۍ کې د روسيې د ولسمشرۍ ټاکنو په هکله له ځينو وګړو سره د مرکې په اړه ويډيو خپره کړه او پکې يې له څو تنو څخه پوښتنې کړې چې ايا د دې هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو کې يې ازاده او عادلانه فضا ليدلې که نه؟ له همدغه ډول پوښتنو څخه د لوېدیځ هېوادونو ايډيالوژيکي تبعیض هم ښکاري. هغه د ار ټي ټلويزيون له عمومي اېډېټرې سامونيان سره د مرکې په ترڅ کې ورڅخه پوښتنه کړې چې ستاسو په اند د روسيې د ولسمشرۍ ټاکنو کې پوتين لوی سيال درلود؟ هغې پوښتنې ته په ځواب کې داسې ويلي چې ايا دا لازمه ده چې پوتين لوی سيال ولري؟ ولې تاسو تل په دې نظر یی چې ستاسو د ژوند طرز زموږ په پرتله ښه دی؟ تاسو تل دا  فکر کوئ چې ولې روسان د لوېدیځ طرز له مخې ژوند نه کوي؟ زموږ ځواب همداسې دی چې موږ ستاسو په شان نه يو او هم تاسو نه خوښوو چې دا حقيقت هم دی.

په ورته وخت کې بي بي سي د HAR Dtalk په نوم تلويزيوني پروګرام کې د ګيانا له ولسمشر عرفان علي سره مرکه خپره کړې چې دا هم د پاملرنې وړ ګرځېدلې ده. څرنګه چې د بي بي سي وياند سټیفان ساکور په وروستيو کلونو کې د دې هېواد د نفتو او طبيعي ګازو د توليدي اندازې پر زياتوالي شک شته او په دې نظر دی چې د نفتو او طبيعي ګازو د استخراج له امله به د کاربن دای اکسايد زيات شي. ولسمشر علي په دې اړه غوسه شوی او ويلي يې دي چې ياد ویاند منافق دی او لوېدیځ هېوادونه د چاپېريال ساتنې په هکله پر ګيانا د تور لګولو حق نه لري. هغه زیاته کړې چې ګيانا د نفتو او طبيعي ګازو څخه په استفادې سره د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره هڅه کوي. په عين وخت کې هلته د ونو د پرې کولو کچه په نړۍ کې هم تر ټولو ټيټه بلل کېږي. په تېرو پنځوسو کلونو کې ګردې نړۍ ۶۵ سلنه بيولوژيکي تنوع له لاسته ورکړې، خو په دې برخه کې لاسته راوړنې لرو او بيولوژيکي تنوع مو خوندي ساتلې ده. تاسو دغه حالت ته په درنه سترګه ګورئ که نه؟ پرمختللي هېوادونه به کله د بيولوژیکي تنوع د ساتلو لپاره خپله پړه پر غاړه واخلي؟

له اوږدې مودې راهيسې، لوېدیځ هېوادونو پر خپلو معيارونو پرېکړه کړې چې په نړۍ کې څه ښه او یا بد دي، او تل یې پر هغه غوره احساس کړی دی. دغه غوره احساس د بي بي سي د خبريالانو له  خبرو څخه ښه څرګندېږي: ستاسو د ولسمشرۍ ټاکنو کې درغلۍ شته وې، څرنګه چې ټاکنې يې زموږ په شان نه دي. تاسو اقتصاد او ټولنې ته د پرمختګ ورکولو حق نه لرئ، ځکه چې ستاسو اقتصادي پرمختګ به چاپېريال ته زيانونه ورسوي.

په عصري وختونو کې لوېديځو هېوادونو د استعماري پراخوالي په موخه په ناوړه توګه نړۍ پر لوېدیځ او غیر لوېدیځ برخو وېشلې او توپير يې د تمدن او بربريت، د پرمختللو او وروسته پاتې ترمنځ پر مقاومت بدل کړی دی. هغوی تل د تش په نامه د لوېدیځې برترۍ د نظریاتو پر خپرولو هڅه کړې او د بادارۍ لټولو خپلو فکرونو او تېرېدونکو عملونو ته يې هم ښکلا ورکړې. په اوسنۍ زمانه کې د لوېدیځې برترۍ پالنې نظرونه د لوېديځو هېوادونو له خوا د بادارۍ د لټولو لپاره پر وسلو بدل شوي دي. که دوی ځينې اصول ټاکلي وي، نور هېوادونه بايد له شرایطو پرته د دغو اصولو مراعات وکړي، که نه، هغوی به ورباندې بنديزونه ولګوي.

ايا لوېدیځ له غير لوېدیځې برخې څخه غوره دی؟ زما په اند ځواب يې منفي دی.

موږ به ډيموکراسي د مثال په توګه یاده کړو. لوېدیځ هېوادونه تل ځانونه د نمونوي ډيموکراتيکو هېوادونو په توګه بولي. خو ډيموکراسي د انسانانو ګډ ارزښت دی او لوېديځه  ډيموکراسي د ډيموکراسۍ استازيتوب نه کوي.

ګردې نړۍ ته په کتو سره غير لوېدیځ هېوادونه له نوي تاريخي بهير څخه پاڅېدلي او په فعاله توګه له خپلو مشخصاتو سره سم د پرمختيايي لوري او ډيموکراتيک سیاست د موندلو لپاره هڅه کوي. لوېدیځ هېوادونه که غواړي چې په نوي تاريخي جريان کې ګامونه چټک کړي او له ځاني کمزورتيا څخه ډډه وکړي، نو بايد په سمه توګه نړۍ ته وګوري او د لوېدیځې برترۍ له ناسمو نظرونو څخه ووځي.