ايران: پر سفارت د بريد غچ به اخلي
CMG2024/04/03 10:28:30
شريکول:

د ايران مذهبي مشر علي خامنه يي د اپريل په ۲مې نېټې په يوې اعلامیې کې په سوريې کې پر ايراني سفارت د اسرائيل د بريد سخته غندنه کړې او ويلي یې دي، چې اسرائیل به پښېمانه کړي او سخته سزا به ورکړي.

اعلاميه وايي، ايران به د اسرائيل دغه بريد ته غبرګون وښيي او غچ به یې واخلي.

د ايران ولسمشرۍ دفتر هم په همدې ورځ پر خپلې وېبپاڼې يوه اعلاميه خپره کړې ده. د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي د اسرائیل ياده کړنه له نړیوال قانون څخه څرګنده سرغړونه او بشرضد بريد بللی او ويلي يې دي، چې اسرائیل يو ځل بيا ترهګريز جنايت ترسره کړی او ایران به چوپه خوله پاتې نه شي.