د چين د زلزلې مالومولو څار شبکې د اپريل په ۳مې نېټې خبر ورکړی، چې د سهار په ۷ بجو او ۵۸ دقيقو، د تايوان هواليان ولسوالۍ ته نژدې سمندري سيمې کې د ريکتر په کچې ۷.۳ درجې زلزله شوې او مرکزي ژوروالی يې ۱۲ کيلومتره لاندې ښودلی دی.
سيمه ييزو رسنیو ويلي، چې د تایوان په ډېرو ځایونو کې خلکو د زلزلې ټکانونه احساس کړي او د تای بې ښار مترو د ۴۰ څخه تر ۶۰ دقیقو پورې ځنډول شوې وه.
تر اوسه د دغې زلزلې له امله د ۴ کسانو د مړينې او د ۷۱۱ کسانو د ټپیان کېدو خبر ورکړل شوی دی.
(ژباړه: شکريه)