اسرائيلي ځواکونو له ۱۴ورځنۍ کلابندۍ وروسته په غزه کې تر ټولو لوی الشفا روغتون له بيخه نړولی او په بريدونو کې يې څو سوو ولسي وګړيو ته مرګژوبله اړولې ده.
د اپريل په لومړۍ نېټې د نړۍ د مرکزي پخلنځي په نوم د امريکا د مرستندويه سازمان ژغورونکي هم د اسرائيلي ځواکونو د هوايي بريد موخه ګرځېدلي او وژل شوي دي.
اسرئيلي ځواکونه د امنيت شورا او نړيوالې محکمې له اخطارونو سره سره پر غزې پر له پسې بريدونه کوي او ښايي دغه کړنه یې جنګي جرم وبلل شي.
د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د اپريل په دوهمې نېټې ويلي، چين د ولسي وګړيو د زيانمنولو، د ملکي تاسيساتو د تخريبولو او له نړيوالو قوانينو څخه د سرغړونې له ټولو کړنو سره مخالفت کوي.
نوموړي په غزه کې پر نړيوالو ژغورونکو د بريد سخته غندنه کړې او پر قربانيانو يې ژوره خواشيني او ټپيانو سره يې همدردي ښودلې ده.
هغه دا هم ويلي، چې ولسي خلک باید د بريد موخه ونه ګرځي او د نړيوالو بشري ژغورونکو امنيت باید وساتل شي.