د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون په اړه د ګوندي ابادۍ چارو مرکزي لارښوونکې ډلې د اپريل په ۳مې نېټې يوه غونډه ترسره کړې ده.
د غونډې ګډونوالو د ګوندي ډيسپلين د زده کړې او پوهنې په اړه د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ مهمې ويناوې او لارښوونې زده کړي، د ګوندي ډيسپلین د زده کړې او پوهنې د چمتوالي راپور يې اورېدلی او اړوندې چارې يې څېړلې دي.
د مالوماتو له مخې، د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې موافقه کړې، چې د روان کال له اپريل څخه تر جولای پورې به د ګوند په لمن کې د ډيسپلين د زده کړې او پوهنې چارې ترسره کړي.