د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمیسیون رئيس شي جين پینګ د اپرېل په درېیمې نېټې په سهار پلازمېنې بېجينګ کې د ونو کېنولو د کمپاين په ترڅ کې ويلي، چې چیني کارپوهان د چينګ مينګ ورځې په درشل کې د ونو کېنولو لپاره يوه ښه وخت بولي او په خبره یې، نن په چين کې د ونو کېنولو کمپاين ترسره کيږي او د دغسې فعاليتونو له لارې به یو ښکلی چين اباد کړي او د چيني شکله عصري کېدو لپاره به هڅې وکړي، څو انسانان او طبيعت پکې په همغږۍ ګډ ژوند وکړي.