د تايوان د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د اپريل د ۳مې نېټې د شپې تر ۱۰ بجو پورې، په هواليان ولسوالی کې د شوې زلزلې له امله ۹ تنه مړه شوي او ۱۰۱۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
خبر وايي، څه باندې سل کسان د ړنګو شویو ودانيو کنډو کپرو کې ورک دي او د ژغورنې هڅې يې روانې دي.
د دغې زلزلې له امله د تايوان په ګڼو سيمو کې د توليد او ژوند چارې اغېزمنې شوې دي.
تر دغې سختې زلزلې وروسته، د روانې میاشتې د ۳مې نېټې شپې تر ۱۰ بجو او ۳۷ دقيقو پورې په هواليان ولسوالی او شاوخوا سيمو کې ۲۱۶ ځلې کوچنۍ زلزلې شوې او ټکانونه يې احساس شوي دي.