ابراهيم رئيسي: لوېديځ هېوادونه له اسرائيل ټينګ ملاتړ کوي
CMG2024/04/04 14:50:05
شريکول:


د ایران ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د روانې میاشتې په دوهمې نېټې د سوريې له ولسمشر بشار الاسد سره د خپلمنځي اړيکو او د سیمې د حالاتو په اړه خبرې کړې دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د اپرېل په درېمې نېټې خبر ورکړی، چې ولسمشر ابراهيمي له خپل سوريايي سیال سره په خبرو کې لوېديځ هېوادونه غندلي، چې له اسرائيل څخه دوامدار ملاتړ کوي.

ولسمشر رئيسي ويلي، چې اسرائيل د بشردوستۍ نړيوال اصول تر پښو لاندې کړي او د خپلو جرمونو سزا باید وويني او په ورته وخت کې يې لوېديځ هېوادونه په سختو ټکو غندلي، چې اسرائيلي ځواکونو ته وسلې او پیسې ورکوي.

د سوريې ولسمشر بشار الاسد ويلي، اسرائيلي ځواکونه له نړيوالو قوانينو څخه دوامداره سرغړونه او په فلسطين، سوريې او لبنان کې جنګي جرمونه ترسره کوي.

الاسد ويلي، اسرائيل د سيمې او نړۍ امنيت، سولې او ثبات ته زيانونه رسولي او سیمه ييزو هېوادونو ته لازمه ده، چې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.