په افغانستان کې د چین سفیر جاو شينګ له نورو چیني ډیپلوماتانو سره يو ځای په کابل کې د بهرنيانو هدیرې ته تللی او د چيني ډيپلومات ځو شينګ جه قبر ته يې د درناوي مراتب وړاندې کړي دي.
ځو شينګ جه د ۱۹۸۲م کال په جون کې د افغانستان په پلازمېنې کابل کې د چین په سفارت کې کار پيل کړ او د همدې کال په ډسمبر کې يې د دماغي سکتې له امله ساه ورکړه.
هغه مهال په افغانستان کې جګړه روانه وه، نو د ده جسد چين ته انتقال نه شو او په کابل کې د بهرنيانو هدېرې کې خاورو ته وسپارل شو.