چينګ مينګ ورځ
CMG2024/04/04 15:27:31
شريکول:

چينايانو د اقليمي توپيرونو له مخې کال په ۲۴ برجونو ويشلی، چې يو يې چينګ مينګ برج دی.

 چينګ مينګ ورځ په چين کې يو اختر هم دی او نن د اپريل ۴مه نېټه د چينګ مينګ اختر سره برابره ده.

چينايان په همدې ورځ د خپلو مړو شوو خپلوانو او قربانيانو قبرونو ته ځي، پاکوي يې او ياد يې تازه کوي او سر بېره پر دې، چينايان په چينګ مينګ ورځ کې چکر وهي او ځانګړي خوراکونه کوي.