په غور کې د غر ښويدنې له امله اووه کسان وژل شوي
CMG2024/04/04 14:43:03
شريکول:

د افغانستان د لوېديځ غور ولایت په يوې غرنۍ سيمې کې د اپرېل په دوهمې نېټې د غره لمن ښويدلې، چې له امله یې اووه کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غور د والي وياند عبدلواحد حماس رسنيو ته ويلي، چې د اپرېل د دوهمې نېټې په شپه د دې ولایت د چارسدې ولسوالۍ د خورنج سيمې په يوه کلي کې د غره لمن ښويدلې، چې له امله یې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې د مارچ له دېرشمې نېټې راهیسې سخت ورښت او بارانونه اوري، چې له امله یې په ډېرو سیمو کې څو څو ځلې د غره ښويدنې او سيلابونو خبرداری ورکړل شوی دی.