انتوني کارتي: د جنوبي سمندر ټاپوګان د چین قلمرو کې دي
CMG2024/04/04 14:59:03
شريکول:

انتوني کارتي په دې وروستيو کې (د جنوبي سمندر تاریخ او حاکمیت) په نوم کتاب چاپ کړی او پکې يې د جنوبي سمندر ټاپوګانو د حاکمیت په اړه هراړخيزې څېړنې کړي او مهم تاریخي مالومات يې پکې خوندي کړي دي.

د دغه کتاب مخکتنه په دې وروستیو کې د چين په پلازمېنې بېجینګ کې شوې او نوموړي پکې ویلي، چې هغه په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د فرانسې، بریتانیې او امریکې د جنوبي سمندر د ټاپوګانو د حاکمیت په اړه د هېوادونو سندونه لیدلي او له نږدې يې څېړلي دي.

د انتوني کارتي په خبره، د جنوبي سمندر ټاپوګانو تاریخ او شواهد د دې ښکارندويي کوي، چې دغه ټاپوګان د چين په قلمرو کې راځي او بېجينګ پرې د حاکميت حق لري.

نوموړي په دغه کتاب کې لیدلي، د جنوبي سمندر ټاپوګان له لرغونې زمانې راهیسې د چین قلمرو کې دي او بېجينګ د دغو ټاپوګانو پر حاکمیت پوره تاریخي او قانوني حقونه لري.

په دغه کتاب کې د جنوبي سمندر ټاپوګانو د حاکمیت د څېړنې مهم تاریخي مالومات او نړیوال شواهد راوړل شوي دي.