اوکراين له فنلنډ سره د امنیتي همکاريو تړون لاسليک کړ
CMG2024/04/04 14:57:39
شريکول:

د اوکراين ولسمشرۍ ويبپاڼې د اپرېل په درېیمې نېټې اعلان کړی، چې ولسمشر زيلينسګي په همدې ورځ په پلازمېنې کیف کې د فنلنډ له ولسمشر اليکسندر ستوب سره  د امنيتي همکاريو تړون لاسليک کړی، چې له مخې به يې فنلنډ په مالي او پوځي برخه کې له اوکراين سره اوږدمهالې مرستې وکړي.

دغه تړون به لس کاله دوام ولري، چې له مخې به یې فنلنډ له اوکراین سره د انرژۍ سيسټم بيارغونې کې مرستې وکړي، د کليدي بنسټيزو تاسيساتو ساتنه به یې پياوړې کړي او له اوکرايني پوځي سرتېرو او افسرانو سره به طبي مرستې  وکړي.

زيلنسګي خبري رسنيو ته ويلي، چې اوکراين په روان کال کې د فنلنډ څلور سوه ملیونه يورو ترلاسه کړې دي.

د معلوماتو له مخې، د اوکراين او روسيې د شخړې د پېل راهيسې فنلنډ اوکراين ته نږدې  دوه ميليارډه يورو مرستندويه پیسې ورکړې دي.