د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د اپريل په ۴مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد امنيتي ځواکونو په همدې ورځ د سيستان ـ بلوچيستان ولايت په راسک ولسوالۍ او چابهار ښار کې دوه ترهګريز بريدونه شنډ کړي او اتلس ترهګر يې وژلي دي.
خبر وايي، چې اوسمهال د يادو سیمو حالات عادي شوي دي.
د ايران د اسلامي انقلاب ګارډ په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ځينو ترهګرو د څو بهرنيو هېوادونو د استخباراتي ادارو په مرستې د اپريل د ۴مې نېټې په سهار وختي په راسک ولسوالۍ او چابهار ښار کې پر پنځو نظامي او عامه ځايونو بريدونه کړي دي.
په دغو بريدونو کې د ايراني ځواکونو لس سرتيري هم وژل شوي دي.