د روان کال د اپریل ۴مه نېټه د چین له دودیزې چینګ مینګ ورځې سره برابره وه او په همدې ورځ په چين کې د عمومي رخصتۍ لومړۍ ورځ وه.
رسمي شمېرې ښيي، چې په همدې ورځ د چین په مختلفو ځایونو کې د قبرونو د جارو کوونکو شمېر ۲۰ میلیونو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې ورځې د ورته شمېر په نسبت ۹،۷ میلیونه زیاتوالی ښيي.
سربیره پر دې، په همدې ورځ ۱ میلیون او ۸۸۲ زرو کسانو د څه باندې ۱۳۰۰ انلاین ډګرونو له لارې د مړو شويو خپلوانو قبرونه جارو کړي دي.