شي جين پينګ د مالتا نوې ولسمشرې مريم سپيټيري ډيبونو ته د مبارکۍ پيغام ولېږه
CMG2024/04/05 10:30:44
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۴مې نېټې د مالتا نوې ولسمشرې مریم سپيټيري ډيبونو ته د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.

نوموړي په دغه پيغام کې ويلي، چې چين او مالتا د خپلمنځي سياسي اړيکو د جوړېدو له ۵۲کلونو راهيسې يو بل ته متقابل درناوی کړی او مساوي چلند يې کړی دی.

دواړو هېوادونو په مرکزي ګټو او مهمو پاملرنو وړ مسئلو کې يو د بل ملاتړ کړی او د اقتصاد او سوداګرۍ، فرهنګ او ښوونې او طبي او روغتيايي چارو کې زياتې لاسته راوړنې لري.

شي جين پينګ ويلي، چې هغه د چين او مالتا د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشرې سپيټيري ډيبونو سره به ګډې هڅې وکړي، چې د دواړو هېوادونو عنعنوي دوستي نوره هم ټينګه کړي، واقعي همکارۍ ورسره ژورې او خپلمنځي اړيکې يې لا پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.