چين کيوبا ته د بيړنيو خوراکي توکو د مرستې لومړۍ جوپه وسپارله
CMG2024/04/05 11:08:29
شريکول:

د چين حکومت کيوبا ته د خوراکي توکو مرسته ليږلې او لومړۍ جوپه يې د اپريل په ۳مې نېټې د دغه هېواد د هاوانا د جوسي جوليان مارټي پيريز نړيوال هوايي ډګر کې ورته سپارلې ده.

چين کيوبا ته د هوا له لارې د خوراکي توکو د لومړۍ جوپې د رسولو ترڅنګ په سمندري لارې هم خوراکي او نور اړين توکي ليږلي دي.

د کيوبا مرستيال صدراعظم ډانيل فونسيکا په ياد هوايي ډګر کې د کيوبا د حکومت، د دغه هېواد کمونېست ګوند او خلکو په استازيتوب له چين څخه مننه کړې ده.