د امريکې ولسمشر جوبايډن د جنورۍ په ۴مې نېټې د اسرائيل له صدراعظم بنيامين نيتانياهو سره ټلیفونې خبرې کړي او د غزې تړانګې د حالاتو په اړه ورسره غږيدلی دی.
جوبايډن د واشنګټن د غزې مسئلې د چارو تګلاره په دغې تړانګې کې د ملکي وګړيو د خونديتوب په برخه کې د اسرائيلي ځواکونو په اقداماتو پسې تړلې بللې ده.
اسرائيلي ځواکونو د اپريل په لومړۍ نېټې په غزې کې د نړيوال مرکزي پخلنځي په نوم پر يوه خېريه بنسټ هوايي بريد وکړ، چې له امله يې د دغه بنسټ ۷ کارکوونکي ووژل شول.
جوبايډن له دغې پيښې وروسته له نيتانياهو سره لومړي ځل ټليفونې خبرې کړي او د اسرائيلي ځواکونو له لوري یې پر بشري کارکوونکو بريدونه او په غزې کې روان بشري حالات د نه منلو وړ بللي دي.