حماس: د اوربند خبرو کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی
CMG2024/04/05 10:37:08
شريکول:

د حماس يوه لوړ پوړي چارواکي اسامه حمدان د اپرېل په ۴مې نېټې په يوې اعلامیې کې ويلي، چې د غزې د اوربند مذاکراتو کې هيڅ پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي ويلي، حماس د اوربند لپاره فعال امتياز ورکړی، خو اسرائيلي لوری پر خپل دريځ ټينګار لري، چې له امله يې مذاکرات په رکود کې پاتې شوي دي.

حمدان په اعلاميې کې د اسرائيل صدراعظم بینيامين نېتانياهو هم غندلی، چې له يوې خوا د اوربند پر وړاندې خنډونه جوړوي او له بلې خوا يې د مذاکراتو د دوام په اړه جعلي علاقه څرګنده کړې.