د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د سکریټرانو ۱۹مه غونډه ترسره شوه
CMG2024/04/05 10:04:37
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د سکريټرانو ۱۹مه غونډه د قزاقستان په استانا ښار کې ترسره شوه.

په دغې غونډې کې د چین د دولتي شورا غړي او د عامه امنیتي چارو وزیر وانګ شیاو هونګ هم ګډون او وینا کړې ده.

ښاغلي وانګ شیاو هونګ يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چین غواړي د یاد سازمان له غړو هېوادونو سره د مشرانو هوکړې ښې تطبیق کړي، د نړيوال امنيت وړانديز ورسره پلی کړي او خپلمنځي یووالی او متقابل باور ورسره وساتي، څو ياد سازمان د نړۍ او سیمې د امنیت او ثبات د ساتلو په برخو کې ښه ولوبوي.

نوموړي ويلي، چې هېواد يې له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت او د ترهګرۍ ضد مبارزې ته جدي پاملرنه کوي.