د ارام سمندر ټاپوګان د نورو هېوادونو انګړ نه دی
CGTN2024/04/05 14:13:44
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د امريکا دايمي استازې ليندا ټوماس ګرينفيلډ څو ورځې مخکې ويلي، چې هېواد يې د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونه نه مجبوروي، چې د واشينګټن او بېجينګ ترمنځ انتخاب وکړي، او يوازې ورته هغه  چانس  برابروي، چې د امريکا په مرستې د چين لخوا تپل شوو ننګونو سره مقابله وکړي.

د ګرينفيلډ يادې څرګندونې نه يوازې منطق نه لري، بلکې له واقعيت څخه لرې دي. نوموړې چين بدنام کړی او رياکارانه څېره يې رسوا شوې ده.

امريکا پدې وروستيو کلونو کې د صفر جمع لوبو (zero-sum game) مفکوره (دغه تيوري هغه ډوله سيالۍ ته اشاره کوي چې همکارۍ پکې نه وي او د يوې خوا بریاليتوب د بلې خوا د ناکامۍ پر اساس ترلاسه کېږي او د دواړو خواوو لاسته راوړنې جمع زيانونه مساوي صفر) خپره کړې، د چین د بدنامۍ او د ارام سمندر له ټاپوګانو سره د چين د اړيکو د خرابولو په موخه يې ((د چین ګواښ))، ((د پورونو لومې)) او يو شمېر نورې بې اساسه  تورونه مطرح کړې، څو پارټبازي راوپاروي او چين مُنزوي کړي.

په حقيقت کې امريکا په رښتيني توګه د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو ګټو او پرمختګ ته پاملرنه نه کوي او سياستوال یې يوازې دغه ټاپوګان د خپل هېواد د بادارۍ ساتلو د وسیلې په توګه کاروي. امریکا له یوې اوږدې مودې لپاره د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونه له پامه غورځولي وو، خو پدې وروستيو کلونو کې د خپلو سياسي ګټو لپاره هڅه کوي چې دغه هېوادونه ځان ته راخپل کړي.

امریکا په دغو هېوادونو کې ذروي ازمويښتونه کړي وو چې ځايي اوسېدونکو ته يې ډېرې ستونزې جوړې کړې وې. د سپينې ماڼۍ د حساب ورکولو ادارې راپور ښيي، چې دغه هېواد د شلمې پېړۍ په څلورمه او پنځمه لسیزه کې په مارشال هېواد کې لسګونه ذروي ازمويښتونه کړي وو، چې له امله يې د دغه هېواد ځينې ځايونه لا تراوسه هم د ذروي تشعشع له خطرونو سره مخامخ دي. امریکا دغه راز د ارام سمندر د ټاپوګانو له هېوادونو سره د ازادو اړيکو تړون لاسليک کړی او له دغو هېوادونو سره يې د اقتصادي مرستو په بدل کې په دغو هېوادونو کې د نورو هېوادونو پوځي موجوديت منع کړی دی.

امريکا پدې وروستيو کلونو کې ((اندوپاسفيک)) ستراتېژي تطبيق کړې، له برېټانيا او استراليا سره يې د درې اړخيزو امنيتي همکاریو اړیکې ټينګې کړې، له جاپان، هند او استراليا سره يې څلور اړخيز امنيتي ډيالوګ ترسره کړی او له استراليا، جاپان، سينګاپور او برېټانيا سره يې ((د ابي ارام سمندر همکاران)) يا PBP طرحه وړاندې کړې ده، د امريکا د يادو ټولو کړنو هدف  د چين د پرمختګ د مخنيوي لپاره د خپلو متحدينو شمېر زياتول دي او د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د ځان کول له خپلو ستراتېژيو څخه یې يوه ده.

امريکا د دغو هېوادونو هغه سياسي پوهه او اراده ، چې خپلواک پرمختګ غواړي، بابیزه ګڼي. سلومون ټاپوګانو د ۲۰۲۲م کال په اپريل کې له چين سره د حکومتونو ترمنځ د امنيتي همکاريو چوکاټي تړون لاسليک کړ او د ۲۰۲۳م کال په جولای کې يې د متقابل درناوي او ګډ پرمختګ پر اساس د نوې زمانې د هراړخيزو ستراتېژيکو همکارانو اړيکې ټينګې کړې دي. د سلومون ټاپوګانو صدراعظم ماناسيح سوګاواري له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال له چين سره د اړیکو ټينګښت د سلومون ټاپوګانو يو ډېره ډېره مهمه پرېکړه بللې ده. د ناورو ولسمشر ډاويډ رانيبوک اديانګ د چين په های نان ولایت کې د بواو اسيايي فورم سږنۍ غونډې ته په وينا کې ويلي، چې هېواد يې د دېوال نه، بلکې د پل جوړولو څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې يوه داسې نړۍ جوړه کړي، چې د هېوادونو ترمنځ همغږي لاپياوړې او اړيکې يې لانږدې وي. نوموړي زياته کړې چې د پرانيستنې او د اقتصاد د نړيوال کېدو بهیر په اړه د چين وړاندیزونه د ناورو لپاره ډېر ارزښتمن دي.

هغې پوښتنې ته چې د چين همکارۍ ښې دي که نه، د ارام سمندر د ټاپوګانو هېوادونو د خلکو ځوابونه تر ټولو د باور وړ دي. چين د امريکا په شان په دغو هېوادونو کې ذروي ازمويښتونه نه، بلکې لوبغالي، مخابراتي ټاورونه، سړکونه، پلونه او بندرونه يې جوړ کړي دي. دغه هېوادونه پدې ښه پوهېږي، چې څه د ځان لپاره ګټې لري. د فيجي صدراعظم رابوکا ويلي، چې د ارام سمندر له ټاپوګانو هېوادونو سره د چين مرستې د دې سيمې په پرمختګ کې مهم رول لوبوي. نوموړي د تېر کال په اکتوبر کې استراليا ته د رسمي سفر پر مهال په څرګنده توګه ويلي، چې هېواد به يې د امریکا او چين ترمنځ انتخاب ونه کړي.

د چين مشرانو ويلي، چې هېواد يې له نورو هېوادونو سره د ارام سمندر په ټاپوګانو کې سيالي نه غواړي او جيوپوليتيکې سيالي هم نه کوي او د مساوات پر اساس له دغو هېوادونو سره غير مشروط همکارۍ کوي.

د ارام سمندر ټاپوګان خپلواک هېوادونه دي او خپل حاکميت ساتي. دغه هېوادونه د نورو هېوادونو انګړ نه دی او باید د تقابل او جيوپوليتيکې سيالۍ ميدان نه ، بلکې د نړيوالو همکاريو ميدان وګرځي.