د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د اپرېل په پنځمه د يو پرېکړه ليک په تصويبولو سره له اسرائيلو وغوښتل، چې په غزه کې يې د خپلو احتمالي"جنګي جرمونو" او " بشريت ضد جنايتونو" مسووليت پر غاړه واخلي. يادې شورا په ورته وخت کې پر ټولو هېوادونو غږ وکړ، چې اسرائيلو ته د وسلو له ورکولو لاس واخلي.
دغه پرېکړه ليک د پاکستان لخوا او له البانيا نه علاوه د اسلامي همکاريو سازمان د ټولو غړو هېوادونو په استازيتوب وړاندې شوی دی. د بشري حقونو شورا له ۴۷ غړو هېوادونو څخه ۲۸ هېوادونو ورته د هو رايه ورکړې ده.
په دغه پریکړه لیک کې په غزې کې د سمدستي اوربند او بېړنيو بشري مرستو غوښتنه هم شوې ده.
(ژباړه: شکريه)