د دومینیک له صدراعظم روسیولت سکریت سره ځانګړې مرکه
CMG2024/04/06 10:44:56
شريکول:

د چین ميډیا ګروپ خبریال څو ورځې مخکې د دومینیک له صدراعظم روسیولت سکریت سره ځانګړې مرکه وکړه.

ښاغلي روسیولت سکریت وویل، د چین او دومینیک ترمنځ د اړیکو ټينګېدو له ۲۰ کلونو راهیسې یې چین ته ۱۲ سفرونه کړي او د چین د پرمختګ بریالیتوبونه یې له نږدې کتلي دي.

هغه چین د خپل هېواد رښتینی ملګری  وباله او و یې ویل، دومینیک اوس د اقلیمي بدلون له ننګونو سره مخ دی، له اقلیمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د چین خدمتونه د ستاینې وړ دي. سربیره پر دې، د چین لخوا وړاندې شوي یو لړ وړاندیزونه د مختلفو هېوادونو لپاره د پرمختګ فرصتونه برابروي.