د چين مرستيال صدراعظم هه لي فنګ د اپرېل په ۵مه د امريکا له ماليې وزيرې جانيت يلن سره وکتل.
هه لي فنګ په ليدنې کې وويل، د رئيس شي او ولسمشر بايډن په ليدنې او ټيلیفوني خبرو کې د شوې مهمې اجماع پلي کول، د چين، امريکا حتی ټولې نړۍ اقتصادي او مالي مسايلو په اړه د نظريې تبادلې او د چين او امريکا د اقتصادي اړيکو په اړه ځينو مهمو اندېښنو ته ځواب ورکول د دې ليدنې عمده موخې دي.
يلن وویل، چې په تېرو څو مياشتو کې د چين او امريکا د اقتصاد او مالي چارو کاري ټيمونو پر له پسې ملاقاتونه کړي او په ځینو مهمو او ستونزمنو مسئلو کې یې پرمختګ کړی دی.
(ژباړه: شکريه)