د روسیې د اوبو یو بند ویجاړ او ۱۸۰۰ کورونه د اوبو لاندې شوي
CMG2024/04/06 10:45:45
شريکول:

د روسیې له بېړني حالت سره د مقابلې ادارې د اپرېل په ۵مې په ټولنیزو رسنیو کې خبر ورکړ، چې د دغه هېواد د اوریبورګ ایالت د اورسک ښار  د اوبو یو بند ویجاړ شوی او له امله یې څه باندې ۱۸۰۰ کورونه د اوبو لاندې شوي دي.

د یاد ایالت د ځايي حکومت شمېرې ښيي، چې تر اوسه ۳۱۰۰ تنه  نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.