د ایسلند لومړۍ وزیرې اعلان وکړ چې هغه به ولسمشرۍ ته ځان کاندید کړي
CMG2024/04/06 10:48:54
شريکول:

 

ايسلند لومړۍ وزيرې کاترين جاکوبسدوتير د اپرېل په ۵مه په ټولنيزو رسنيو کې د ويډيو له لارې اعلان وکړ، چې هغه به د روان کال په جون کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي او له همدې امله يې له خپل ماموريت څخه د استعفا پرېکړه وکړه.

هغې په پلازمينې ریک جاويک کې په یوه خبري ناسته کې  وویل، چې هغه به په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې ځان کاندید نه کړي.

کاترين جاکوبسدوتير په ۱۹۷۶م کې زېږیدلې او د ۲۰۱۷م کال له نومبر راهیسې د ایسلند د لومړۍ وزيرې په توګه دنده تر سره کوي. هغه د دغه هیواد دوهمه ښځینه صدراعظمه ده.

(ژباړه: شکريه)