چین او امریکې د سمندري نظامي خوندیتوب د مشورې میکانیزم د کاري ګروپونو غونډه ترسره کړه
CMG2024/04/06 15:06:14
شريکول:

د چین او امریکې ځواکونو د اپریل په ۳مه او ۴مه د امریکې په هاوايي ایالت کې د سمندري نظامي خوندیتوب د مشورې میکانیزم د کاري ګروپونو غونډه ترسره کړه.

دواړو خواوو د چین او امریکې د سمندري او هوايي حالاتو په هکله په صمیمي او رغنده توګه د نظریو تبادلې وکړې. له ۲۰۲۱ کال راهیسې په هوا او سمندر کې د چین او امریکې د ځواکونو د غیرټاکلي ملاقات په اړه د امنیتي اقداماتو د اصولو د تطبیق حالت چ ازموینه یې وکړه او په سمندر کې د دواړو خواوو د نظامي امنیت د ښه والي په اړه یې بحث وکړ.

چیني پلاوي په یاده غونډه کې پر دې ټينګار وکړ، چې چین د بېړیو او الوتکو د ازاد تګ راتګ په پلمه د خپل هېواد پر حاکمیت او خوندیتوب له هر ډول ګواښوونکي عمل سره کلک مخالفت کوي. د چین ځواکونه به د ټولو لمسوونکو عملونو  په وړاندې قانوني ځوابي اقدامات غوره کړي.