د ایران اسلامي انقلابي ګارډ: خامخا به د اسرائيل بريد ته ځواب ورکړو
CMG2024/04/07 10:09:50
شريکول:

د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د اپريل په ۶مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي چې خامخا به په سوريه کې د دغه هېواد پر سفارت د اسرائيل بريد ته ځواب ورکوي.

د دغې اعلاميې له مخې، د ايران اسلامي انقلابي ګارډ له ايرانيانو سره ژمنه کړې چې اسرائيل ته به سزا ورکوي.

د ايران د وسله وال پوځ لوی درستیز محمد حسين باقري په همدې ورځ ويلي چې په مناسب وخت کې به له اسرائيل څخه غچ واخلي، دښمنانو ته به تر ټولو زيات زيانونه ورسوي او اسرائيل به پر خپلو کړنو پښيمانه کړي.