نيکاراګوا له اکوادور سره د سياسي اړيکو پرېکون اعلان کړ
CMG2024/04/07 09:53:19
شريکول:

د نيکاراګوا حکومت په يوې خبرپاڼې کې د اپريل په ۶مې نېټې اعلان وکړ چې سمدستي له ايکوادور سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې.

په دغه خبرپاڼې کې ويل شوي چې نيکاراګوا له نړيوالو قوانينو سره د سرغړونې په اړه د ايکوادور له کړنې سره سخت مخالفت کوي. د ايکوادور امنيتي ځواکونه بايد د خپلو اتباعو امنيت د ساتلو دنده پر غاړه واخلي، خو په پلازمېنې کيتو کې يې د غندنې وړ عمليات تر سره کړي دي.

د ايکوادور خبري رسنيو د خبر له مخې، د دغه هېواد امنيتي ځواکونو زغره وال موټرونه د اپريل د ۵مې نېټې په شپه په دغه هېواد کې د مکسيکو سفارت ته ننوتل او پکې پټ شوی د ايکوادور پخوانی مرستيال ولسمشر هوارخ  ګلاس يې نيولی دی. د مکسيکو خارجه وزير بيا اعلان کړی چې ايکوادور د ويانا ډيپلوماتيکو اړيکو تړون سره څرګندونه سرغړونه کړې او په ايکوادور کې د مکسيکو ډيپلوماتانو ته يې زيانونه رسولي دي. نو هېواد يې سمدلاسه له ايکوادور سره خپلې اړيکې پرېکړي.