په ايران کې د اسرائيل ضد لاريونونه شوي
CMG2024/04/07 10:11:23
شريکول:

د ايران په مختلفو سيمو کې ولسي وګړيو د اپريل په ۵مې نېټې په غزه کې د اسرائيل د پوځي عملياتو او په سوريه کې د ايران پر سفارت د بريد پر ضد لاريونونه وکړل.

ايرانيانو په همدې ورځ د دغه هېواد په پلازمېنې تهران کې په سوريه کې پر ايراني سفارت د بريد له امله د اسلامي انقلابي ګارډ د ۷ وژل شويو غړيو د تدفين مراسم تر سره کړل.

( سپوږمۍ)