آیا په سوريه کې د ایران پر سفارت برید به د دغه هېواد او اسرائيل ترمنځ د جګړې سبب شي ؟
CMG2024/04/07 15:18:01
شريکول:

اسرائيل د اپرېل په لومړۍ نېټه په سوريې کې د ایران د سفارت پر ودانۍ هوايي بريد وکړ. تر هغه وروسته د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي او ولسمشر ابراهيم رییسي وويل چې هېواد به يې له اسرائيل نه د دې بريد غچ واخلي. د اسرائيل لوري په وروستیو کې د ملي دفاع د پياوړتيا لپاره څو تدبيرونه نيولي دي.

د شنونکو په اند له څو کلونو راهيسې اسرائيل له مخامخ تقابل پرته په منځني ختيځ کې له ایران سره سيالي کوله او ښايي ایران د دغه برید غچ واخلي. خو که ايران پر اسرائيل مستقيم بريد وکړي، ښايي په منځني ختيځ کې د جګړې د شدت لامل شي چې دا به د ايران له ګټو سره سمون ونه لري. نو ګومان کېږي چې ايران به په غير مسقتيمه توګه له اسرائيلي ځواکونو د دغه بريد غچ واخلي.

د اسرائيل حکومت د اپرېل په پنځمه نېټه د امنيتي کابينې تر يوې غونډې وروسته اعلان کړی چې دفاعي ځواکونو يې د ايران د هر ډول بريدونو لپاره چمتوالی نيولی دی. پوځ يې د روانې میاشتې په درېیمه نېټه د دفاعي ځواکونو د پياوړتيا لپاره د احتیاطي ځواکونو د ځای پر ځای کولو امر کړی او  په څلورمه نېټه يې د ټولو جنګي ځواکونو د رخصتۍ د ځنډولو اعلان کړی دی.

د دې هېواد د دفاعي ځواکونو ویاند د اپرېل په څلورمه نېټه ويلي چې ځواکونه يې بايد محتاط پاتې شي او په بېلا بېلو سرحدي سیمو کې يې دفاعي او جنګي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. د ده له نظره اسرائيل د څو کچو دفاعي سيستم لري او جنګي الوتکې يې شپه او ورځ د شاوخوا سیمو حالت څاري او ځواکونو يې له بېلا بېلو حالاتو سره د مقابلې لپاره چمتوالی نيولی دی.

اسرائيلي لوري هم د دې خبر پخلی کړی چې ځواکونو يې د اپرېل په درېیمه نېټه په منځنۍ سيمه کې د جي پي اېس په سيستم کې د سينګال مخنيوی کړی او ګډوډي يې رامنځته کړې. د مخابراتو وزارت يې په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې په شمالي سيمو کې پر ټولو ګرځنده مخابراتي شرکتونو غږ کړی چې بيټرۍ، جنراتورونه او د برېښنا د توليدولو انرژۍ زيرمه کړي څو چې لبنان ته په نږدې سرحدي سيمې کې د احتمالي هراړخيزو جګړو لپاره تياریاني ونيسي.

د اسرائيل خبري رسنيو خبر ورکړی چې په بېلا بېلو هېوادونو کې د اسرائيل سفارتونو خپله دفاعي کچه پياوړې کړې او ځينو سفیرانو ته يې هم خبرداری ورکړی چې په لنډه موده کې په عامه فعالیتونو کې ګډون ونه وکړي.

په ورته وخت کې د دې هېواد د روغتيا وزارت د اپرېل په پنځمه نېټه له بېلا بېلو روغتونونو څخه غوښتنه کړې چې د احتمالي بريدونو لپاره چمتوالی ونيسي. د بيت المقدس يو لوی روغتون د روانې میاشتې په څلورمه نټېه د توغندي او راکټونو د احتمالي بريدونو له امله د کڼو ټپيانو د رامنځته کېدو لپاره لوی نمایشي تمرين تر سره کړی دی.

سربېره پردې د دې هېواد ټولنيزه فضا له تشنجه ډکه ده او په څو ښارونو کې د خوراکي توکو او جنرتورونو د اخيستلو لپاره ګڼې ګونې رامنځته شوې دي. د اسرائيلي ځواکونو وياند د اپرېل په څلورمه نټېه په خپلې اعلامیې کې پر خلکو غږ کړی چې سړه سينه او زغم وساتي.

اسرائيلي ځواکونو د اپرېل په لومړۍ نيټه په سوريه کې د ايران د سفارت پر ودانۍ توغنديز بريد کړی چې له امله يې د ايران د اسلامي انقلابي ګارد د دوو لوړ پوړيو قوماندانانو په شمول لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.

له دې نه مخکې اسرائيل څو ځلې پر ايراني موخو بريدونه کړي. خو دا لومړی ځل دی چې اسرائيلي ځواکونو د ايران پر سفارت برید کړی دی. د فرانسې رويټريز خبري اژانس په خپلې تبصرې کې ويلي چې دا د تېر کال له دسمبر راهيسې په سوريې کې د ايراني چارواکو پر وړاندې د اسرائيل تر ټولو سخت بريد دی او په دې هېواد کې د ايران د اغيزو د کمولو لپاره د دوی د عملياتو ستر ګام هم دی.

د ایران د ديپلوماتيکو تګلارو یو کارپوه په دې نظر دی چې د اسرائيل د بريد يوه مهمه موخه دا ده  چې نړيوال په غزې کې د اسرائيل له جرمونو څخه نورو برخو ته پام واړوي.

د ايران مذهبي مشر آیت الله خامنه يي د اپرېل په دوهمه نېټه ويلي چې ايران به د اسرائیل يادو  جرمونو له امله مجازات کړي. خو شنونکو هم دې ته په اشارې سره ويلي چې ايران دې ته اړ شوی چې دغه بريد ته ځواب ورکړي، خو هغوی هم پر دې ښه پوهيږي چې د اسرائيل د ياد بريدو يوه موخه دا ده چې غواړي ايران په جګړه کې ښکيل کړي، نو که ايران په مستقيمه توګه پر اسرائيل برید وکړي، نو ښايي د اسرائيل په جال کې راګير شي.

د سوريې یوه سياسي شنونکي ويلي چې ايا ايران به له اسرائيل سره مستقيمه جګړه وکړي که نه چې همدا د دواړو هېوادونو د پوځي ځواکونو، ستراتيژيکو فکرونو او پر هغوی د نړيوالې ټولنې له فشارونو سره تړاو لري.