په لاندې تصویر کې روان کس محمد ظریف نومېږي. دی د میدان وردګو ولایت د ټوپ دښتې اوسېدونکی دی. نوموړی د پسرلي په موسم کې د باغونو ونې ښاخ بوري کوي او له دې لارې د خپل ژوند ورځني لګښتونه پوره کوي.