چينايانو د چينګ مينګ ورځې په رخصتۍ کې د هېواد په دننه کې د ۱۱۹ مليونو ځله سفرونه کړي
CMG2024/04/07 09:57:42
شريکول:

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د اپريل په ۶مې نېټې خبر ورکړ چې د ۲۰۲۴ کال د چينګ مينګ ورځې په ۳ ورځنۍ رخصتۍ کې چينايانو د هېواد په دننه کې ۱۱۹ مليونو ځله تګ راتګ کړی دی. دا شمېر د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله ۱۱.۵ سلنه زياتوالی موندلی دی. دغه راز کورنيو سيلانيانو د روان کال د چينګ مينګ ورځې په ۳ ورځنۍ رخصتۍ کې ۵۳.۹۵ مليارډه يوانه مصرف کړی چې د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله ۱۲.۷سلنه زيات شوی دی.

 

( سپوږمۍ)