د ايران په جنوب ختيځ کې د بريد له امله د وژل شويو امنيتي کارکوونکو شمېر ۱۵ ته رسېدلی
CMG2024/04/07 09:54:49
شريکول:

د ايران فارس اژانس د اپريل په ۶مې نېټې خبر ورکړ چې د دغه هېواد په جنوب ختيځ سیستان او بلوچستان ولايت کې د ترهګريز بريد له امله تر دې دمه ۱۵ تنه امنيتي کارکوونکي وژل شوي دي.

د خبر له مخې، له وژل شويو څخه ۱۱ تنه د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ غړي او ۴ تنه نور يې قانون پلي کوونکي دي.

د ايران د اسلامي انقلابي ګارډ د اپريل په ۴مه نېټه په يوې اعلاميې کې ويلي چې د يوه بهرني جاسوسي ارګان ترهګرو او اورپکو د همدې ورځې په سهار وختي په عين وخت کې د سيستان او بلوچستان ولايت د چابهار او راسک ولسواليو پر ۵ پوځي او عمومي ځايونو بريدونه کړي دي. تر دې دمخه ټول ۱۸ ترهګر وژل شوي دي.