اوکراين پوځ خبر ورکړی چې روسي ځواکونو د اپريل د ۵مې نېټې په ماسپښين او د ۶مې نېټې په سهار وختي د د دغه هېواد پر څو ځايونو د ډورن الوتکو او توغنديو په وسيله دوه ځله هوايي بريدونه کړي دي. د ۶مې نېټې تر سهار پورې په دغو بريدونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د اوکراين هوايي ځواکونو د اپريل د ۶مې نېټې په سهار په يوې ټولنيزې رسنۍ کې خبر ورکړ، روسي ځواکونو د همدې ورځې په سهار وختي اوکراين ته ۳۲ بېپيلوټه الوتکې لېږلې او يو شمېر توغندي يې ور ويشتلي چې اوکرايني پوځ ۳ توغندي او ۲۸ بېپيلوټه الوتکې شنډې کړې دي.