د کويت کابینې استعفا وړاندې کړه
CMG2024/04/07 10:55:57
شريکول:

د کويت رسمي خبري اژانس د خبر له مخې، د دغه هېواد لومړي وزير احمد ناصر المحمد الصباح د اپرېل په ۶مې نېټې د خپلې کابينې استعفا امير مېشل الاحمد الجابر الصباح ته وړاندې کړه.

د کويت د ملي پارلمان  ۱۸مې ټاکنې د مارچ په ۴مې ترسره شوې. د ټاکنو د پايلو له مخې، د يوې ښځې په ګډون ۵۰ پارلماني غړي وټاکل شول. د کویت د اساسي قانون له مخې له پارلماني ټاکنو وروسته کابینه باید استعفا وکړي او بیا تنظیمیږي.

(ژباړه: شکريه)