شي جين پينګ د ويتنام د ملي پارلمان له رئيس ونګ دينح هوي سره وکتل
CMG2024/04/08 17:14:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د اپريل په ۸مې نېټې په بېجینګ کې د ويتنام د ملي پارلمان له رئيس ونګ دينح هوي سره ليدنه کړې.

د شي جين پینګ په خبره، د تېر کال په پای کې يې له ويتنام څخه ليدنه کړې او هغه وخت يې د دغه هېواد کمونېست ګوند له عمومي منشي نګويان پو ترونګ سره په ګډه اعلان کړی،‌ چې د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنه به جوړه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ د اړيکو نوې پاڼه يې پرانيستې ده. رئيس شي جين پينګ ويلي، دواړه خواوې باید د چين او ويتنام د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په پار په ګډه هڅه وکړي.

د نوموړي په وينا، اوس د نړۍ او سيمې وضعيت له ډېر پېچلي او ژور بدلون سره مخ دی. چين او ویتنام دواړه باید سوسياليستي نظام او د دولت ثبات او پرمختګ خوندي کړي. 

ونګ دينح هوي ويلي، چې هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او تايوان د چين د خاورې يوه نه بېلېدونکې برخه ګڼي. د هغه په وينا، د هانکانګ، شينجيانګ او شي زانګ چارې هم د چین کورنۍ چارې دي. د دې تر څنګ، هېواد يې پر خپلواکې  ډيپلوماتيکې پاليسۍ ټينګار کوي او د بهرنيو اړيکو په برخه کې چين ته لومړيتوب ورکوي. د ويتنام ملي پارلمان غواړي د چين له ملي ولسي کانګريس سره نږدې تبادلې زياتې کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ټينګېدو او د ويتنام او چين د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅه وکړي.