د اټومي انرژۍ نړيواله ايجنسي: د بېپيلوټه الوتکو بريد د زاپورژيا اټومي برېښناکوټ خونديتوب ته زيان نه دی رسولی
CMG2024/04/08 09:53:42
شريکول:

د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د اپريل په ۷مې نېټې خبر ورکړی، په زاپورژيا اټومي برېښناکوټ کې ميشتو نړيوالو کارپوهانو دا ثابته کړې، چې په همدې ورځ د بېپيلوټه الوتکو د بريد له امله د دغه برېښناکوټ شپږم جنراتور ويجاړ شوی او يو کس وژل شوی دی، خو خونديتوب ته يې ګواښ نه دی جوړ کړی.

زاپورژيا اټومي برېښناکوټ په اروپا کې له لويو اټومي برېښناکوټونو څخه يو دی. روسيې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې له اوکراين سره د شخړې له پيل راهيسې پر دغه اټومي برېښناکوټ کنټرول خپل کړی او له همغه وخت راهیسې پر دغه برېښناکوټ څو څو ځلې بريدونه شوي او د نړيوالې ټولنې پام يې راجلب کړی دی.